د ترکیې سوداګرۍ وزارت د مې په ۲مې نېټې خبر ورکړی، چې په غزې کې د اسرائيلي ځواکونو د عملیاتو امله سخت بشري ناورين رامنځته شوی او له دې امله يې له اسرائیل سره د سوداګرۍ د ځنډولو پرېکړه کړې ده.
د ترکیې سوداګرۍ وزارت په یوې اعلامیې کې ويلي، چې اسرائیلي ځواکونو په غزې کې بشري کړکېچ راپورته کړی او ملکي تاسیساتو ته يې سخت زيانونه رسولي دي.
اعلاميه وايي، ترکيې اسرائيل ته د راکړې ورکړې د ځنډولو په لومړي پړاو کې د تېر اپریل په ۹مې نېټې د ۵۴ ډولونو توکو صادرات وځنډول، خو اسرائیلي ځواکونو په غزه کې خپل عملیات ونه درول، بلکې سیمه ييز ناورين يې لا پسې زيات کړی دی.
ترکیې د سوداګرۍ د ځنډولو په دویم ګام کې له اسرائيل سره د ټولو وارداتو او صادراتو د ځنډولو پرېکړه کړې ده.