ملګري ملتونه: سختې جګړې د غزې پرمختيايي سويه لسګونه کاله مخکې حالت ته رسولې
CMG2024/05/03 13:05:16
شريکول:

د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام او د لوېديځې اسيا د اقتصاد او ټولنې کمېټې د مې په ۲مې نېټې په یو راپور کې ويلي، چې سختې جګړې د غزې پرمختيايي سويه شا ته تمبولې او لسګونه کلونه مخکې حالت ته يې رسولې ده.

راپور وايي، په غزې کې پر روانې جګړې نژدې ۷ میاشتې پوره شوې او که پر کړکېچ یې ۷ میاشتې واوړي، نو د دې سيمې پرمختيايي سويه به ۳۷ کلونو مخکې حالت ته ستنه شي او که ۹ مياشتې پرې تېرې شي، نو د تېرو ۴۴ کلونو پرمختګ به يې له منځه لاړ شي، يعنې د ۱۹۸۰م کال سويې ته به ستنه شي او د فلسطين پرمختيايي سويه به د دوه لسیزې پخواني حالت ته وګرځي.