د سربیا ملي پارلمان د مې په ۲مې نېټې په پلازمېنې بلګراد کې نوې کابېنې ته رایه ورکړې او د دغه هېواد د واکمن ګوند مشر میلوس وچېویچ (Miloš Vučević) يې د صدرعظم په توګه ټاکلی دی.
وچېویچ د روانې میاشتې په لومړۍ نېټې پارلمان ته وينا کړې او د خپلې پالیسۍ په اړه یې مالومات ورکړي دي.
نوموړي ويلي، چې هغه به د پخوانۍ صدراعظمې برنابيک پالیسۍ ته دوام ورکړي، سیاسي او نظامي بې طرفي به وساتي او د اروپا يووالی به خپل ستراتیژیک هدف وبولي.
د حکومت نوې کابېنه ټول ۳۰ وزیران لري.