سوريه: اسرائيلي ځواکونو له ګولان لوړو څخه پر دمشق بريدونه کړي، ۸ سوريايي سرتيري يې ټپيان کړي
CMG2024/05/03 10:21:07
شريکول:

د سوريې دفاع وزارت د مې په ۳مې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو تېره شپه د پلازمېنې دمشق ته نږدې پر ځينو سیمو بريدونه کړي، چې له امله يې ۸ سوريايي سرتيري ټپيان شوي دي.

اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو د مې په ۲مې نېټې د شپې په ۱۰ بجو او ۵ دقیقو له ګولان لوړو څخه د دمشق پر شاوخوا سیمو بريدونه کړي، چې له امله یې ۸ سوريايي سرتيري ټپيان شوي او ځيني تاسیسات ويجاړ شوي دي.