د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر او روغتیا نړیوال سازمان پر رفح د اسرائیلي دفاعي ځواکونو د پر له پسې پوځي ادعا په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې د اسرائیلو دغه اقدام به په غزې کې بشري وضعیت نور هم خراب کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وياند د مې په ۳مه وویل ، چې که اسرائيل پر رفح بريد وکړي، هلته به سلګونه زره کسان د مرګ له خطر سره مخ شي. ده زیاته کړه، چې که دا پېښ شي، هغه وضعیت چې په اړه یې د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي خبرداری ورکړی و، د عامو وګړو په وژنه او همدارنګه په ټوله غزه کې د بشري عملیاتو لپاره په نه منلو وړ ضربه به بدل شي.
(ژباړه: شکريه)