چين د چانګ عه شپږم سپوږمۍ اکتشافي دستګاه په برياليتوب وتوغوله
CMG2024/05/04 10:04:50
شريکول:

چين د مې د ۳مې د مازديګر په ۵ بجو او ۲۷ دقيقو د های نان ولايت په ون چانګ توغوونکي مرکز کې د چانګ عه سپوږمۍ اکتشافي دستګاه په برياليتوب سره  وتوغوله.  وروسته دغه اکتشافي دستګاه په دقيق  ډول اړوند مدار ته ننوتله او په دې سره يې د سپوږمۍ شا ته د انسانانو لومړی سفر پيل کړ.

د چانګ عه شپږم سپوږمۍ  اکتشافي دستګاه، چې له څلورو برخو  جوړه ده، د دوو سپوږمکيو په ملاتړ به سپوږمۍ ته  نږدې او پرې کښته شي او د سپوږمۍ په شا کې به د علمي ازموينو لپاره د ډبرو او خاورو  نمونې تر لاسه کړي.