د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت د مې په ۳مه اعلان وکړ، چې له اسرائيلو سره د ټولو وارداتو او صادراتو د بندولو په اړه د ترکيې د پرېکړې پر وړاندې به يو لړ ځوابي تدبيرونه ونيسي.
ياد وزارت وویل، چې دغه وزارت له اقتصاد وزارت او مالياتو ادارې سره تر خبرو وروسته پرېکړه وکړه، چې د فلسطين د اردن سيند له لوېديځې غاړې او غزې تړانګې سره د ترکيې د اقتصادي اړيکو د کمولو لپاره به تدبيرونه ونيسي او له نړیوالو اقتصادي او سوداګریزو سازمانونو څخه به غوښتنه وکړي، چې له سوداګريزو تړونونو څخه د سرغړونې په تور پر ترکيې بنديزونه ولګوي.
په عین وخت کې، اسرائیلو د ترکي محصولاتو د بدیل لېست جوړ کړی او له هغه صادراتي ارګانونو به، چې د ترکیې د پرېکړې لخوا اغېزمن شوي، ملاتړ وکړي.
د اسرائيلو د اقتصاد وزير نير برکات د مې په ۳مه په ټولنيزو رسنيو کې ولیکل، چې هېواد يې د ترکيې د پرېکړې په اړه د اقتصادي همکارۍ او پراختيا سازمان ته شکايت کړی دی.
(ژباړه: شکريه)