
په کابل کې د چين سفارت مختار وزير باو شو هوی د مې په ۲مه د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې له مرستيال الحاج ملا نورالدين ترابي سره وکتل او ور ته يې د سيلاب ځپلو سيمو د بيا رغونې په پار د يو لک امريکايي ډالرو په اندازه د چين د سره صليب ټولنې بېړنۍ بشري مرستې تسليم کړې.
مختار وزير باو شو هوی د سيلاب ځپلو قربانيانو ته ژوره همدردي او خواشيني څرګنده کړه او د قربانيانو له کورنيو څخه يې د حال پوښتنه کړې ده. هغه وویل، چې دغه بشري مرستې له افغانانو سره د چينايانو د صميمي دوستۍ څرګندويي کوي او باور يې وښود، چې ناورين ځپلي ځلک ژر خپل کورونه بيا اباد کړي.
د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې مرستيال الحاج ملا نورالدين ترابي د کتنې په ترڅ کې د وروستيو سيلابونو او د سرې مياشتې ټولنې لخوا د ژغورونکو کارونو معلومات وړاندې کړل او څرګنده يې کړه، چې د چين سره صليب ټولنې داسې نغدي مرستې پر وخت راورسېدې . هغه له دې امله له چينايانو څخه مننه وکړه او ویې ویل ، چې ټولنه به يې دا نغدې پيسې له ناورين ځپلو خلکو سره د عادي ژوند په اعاده کېدو او د خپلو کورونو په بيا رغونې کې په مناسبه توګه ولګوي، څو د چينايانو مهرباني احساس کړي.