چين او هنګري به د پرمختګ فرصتونه شريک کړي
CMG2024/05/04 15:33:11
شريکول:

د چين او هنګري تر منځ د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې د واقعي همکارۍ تر عنوان کلنۍ غونډه د مې په ۲مه د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې  جوړه شوه. د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو، د سوداګريزو ټولنو او تصديو استازو، د مهمو خبري رسنيو او د  فکري مرکزونو (Think Tank) کارپوهانو په شمول شاو خوا ۲۰۰ تنو په دغه غونډه کې په لوړ کيفيت د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په هکله بحثونه  وکړل.

دغه غونډه د چين د سين هوااژانس او د هنګري د ATV ګروپ لخوا په ګډه  جوړه او عنوان يې ” د چين، منځنۍ او ختيځې اروپا تر منځ د همکارۍ لوري تعقیبول او د پرمختګ د فرصتونو شريکول” دی. په دغه غونډه کې برخه وال مېلمانه په دې نظر وو، چې په وروستيو کلونو کې د چين او هنګري د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې د چين لخوا د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز او د هنګري لخوا ختيځ ته د ورخلاصون ستراتيژي په پر له پسي ډول نښلول شوې، چې په برکت سره یې د دواړو هېوادونو باکيفيته همکاريزې پروژې په منظم ډول پر مخ تللي او په بېلا بېلو ساحو کې د همکاريو زياتې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي.

چين د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز کړی، چې د ګډو بحثونو، ګډې ابادۍ او د ګټو شريکولو پر اصولو، د پرانيستي، زرغون او سپيڅلي پرمختګ پر نظريې ټينګار کوي، دغه راز د لوړ معيار، دوامدار پرمختګ او د خلکو ژوند ته د ګټو رسولو د هدف له مخې، د هنګري تاوده غبرګونونه تر لاسه کړي. د هنګري او صربيا تر منځ د ريل پټلۍ او د چين او اروپا تر منځ د تجارتي موادو د لېږدولو په چارو کې د همکارۍ مرکز د جوړولو، د نړيوالې انلاين سوداګرۍ د پيمانې پراخولو، د معلوماتو د ساينس او تېکنالوژۍ د لوړولو او د نوې انرژۍ اړوندو چارو په شمول ساحو کې د چين او هنګري تر منځ همکارۍ ډېرې زياتې شوي او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې نمونوي او مهمې همکاريزې پروژې په هنګري کې تر سره شوي دي. د دواړو هېوادونو تر منځ فرهنګي تګ راتګ هم ډېر شوی، چې يو په بل کې کولتوري مرکزونه جوړ شوي، يو د بل د ژبو زده کولو د هڅونې تدبير تطبيق شوی، چې د خلکو د دوستي ټينګولو لپاره مهم رول لري.

د چين د نړيوال تګ راتګ ټولنې مرستيال مشر ليو هونګ څای وويل، چې په وروستيو کلونو کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې چين او هنګري په بېلا بېلو ساحو کې فعالې همکارۍ کړې دي. دواړه هېوادونه عنعنوي تاريخ او رنګا رنګ کولتورونه لري، يو د بل د پرمختګ لارې درناوی کوي، د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د دوستۍ هڅونه کوي، چې د ختيځ او لويديځ د تمدنونو د تبادلې چارو ته یې فعال خدمتونه برابر کړي دي.

د هنګري د اقتصادي چارو وزير ناګي مارټون وويل، چې هنګري او چين د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز په چوکاټ کې زياتې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي او د دواړو هېوادونو خلک د دې وړانديز اړوندو پروژو ته سترګې په لاره دي. د هنګري او چين همکارۍ د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري، ذات البيني پروژې او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، د نوې انرژۍ، د تجارتي توکو د لېیږدولو او دډیجیټلي کېدو په شمول ساحو کې پانګونې د پرمختګ لپاره مهم رول لري او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.

د هنګري د ATVګروپ اجرائيوي مشر کواچ توماش په دې نظر دی، چې يو بل پېژندل او يو د بل د فرهنګ او ارزښتناکې نظريې په هکله د معلوماتو اخيستل د دواړو خواوو تر منځ د دايمي او دوستانه اړيکو د جوړېدو لپاره مرستندويه رول لري. کواچ وويل، چې د هنګري او چين خبري رسنۍ د فرهنګي تګ راتګ د پياوړتيا په برخو کې کليدي رول لري او د دواړو هېوادونو او د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو او چين تر منځ د اقتصادي همکارۍ هڅونه کولی شي.

اوسمهال د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې د نښې په توګه د هنګري او صربيا تر منځ ريل پټلۍ د جوړېدو په حال کې ده. د چين بانک به په بداپست کې په منځنۍ او ختيځې اروپا کې عمومي مقر جوړ کړي، تر څو د پولي سيستم اړيکې جوړې شي، دغه راز په زياتو ساحو کې د چين او هنګري تر منځ د همکاريو لاسته راوړنې زياتې دي.

په ياده غونډه کې برخه والو مېلمنو څرګنده کړه، چې چين او هنګري په لوړ کيفيت سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ پروژې  پرمخبیایي، نه يوازې ځان ته ګټې رسولی شي او د دوه اړخيزو اړيکو نژدېوالي هڅولی شي، بلکې د چين، منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو تر منځ همکاريو او د نړيوال اقتصاد ثبات او پرمختګ ته انجن برابرولی شي.

روان کال د چين او هنګري تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۷۵مې کليزې سره برابره ده او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز د تطبيق يو نوی پيل هم دی. په دغه غونډه کې د دواړو هېوادونو بېلا بېلو خواوو د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې زياتې نوې لاسته راوړنې تر لاسه کړې او پلانونه يې جوړ کړي دي.