بېجينګ: د خپلواکۍ په موخه د تايوان د قدرت توطيه حتماً ناکمېږي
CMG2024/05/04 10:11:09
شريکول:

د خبر له مخې، د امريکا خارجه وزير انتوني بلينکن په دې وروستيو کې په يوې اعلاميې کې ويلي، هېواد يې د روغتيا نړيوال سازمان  هڅولی، چې د کتونکي په توګه د روغتيا په سږنۍ نړيوالې غونډې کې تايوان ته د ګډون بلنه ورکړي. 

د چين د دولتي شورا د تايواني چارو دفتر وياند چن بين هوا د مې په ۳مه په دې اړه څرګنده کړه، چې د تايوان تنګي دواړه غاړې يوه کورنۍ ده. د چين حکومت تل د تايوان وطنوالو ګټو ته پام  کړی او د يو چين په اصولو سره يې د روغتيا په نړيوالې غونډې کې د تايوان سيمې د ګډون په اړه مناسب ترتيبات کړي دي. خو د تايوان سيمې د ډيموکراتيک پرمختګ ګوند قدرت د خپلواکۍ په موخه اړوندې مسئلې ته سياسي رنګ ورکړی او هڅه يې  کړې، چې د بهرنيو ځواکونو په مټ د روغتيا په سږنۍ نړيوالې غونډې کې خپلواکۍ غوښتونکي فعاليتونه تر سره کړي. 

د نوموړي په خبره، د تېرو ۷ کلونو له واقعيتونو څخه څرګندېږي، چې دا لاره بيخي ناسمه ده او حتماً ناکمېږي.

( سپوږمۍ)