د چین او اروپا د چاپېريال او اقليم د همکاریو راپور خپور شو
CMG2024/05/04 11:03:46
شريکول:

د"د چاپيريال ساتنې او له اقليمي بدلون سره د مقاومت په پار د چین او اروپا همکارۍ: پرمختګ او لرلېد" په نوم د فکري مرکز راپور د مې په ۳مه خپور شو.

دغه راپور د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د نظريې څېړنيز مرکز، د چين د انرژۍ سپما ملي مرکز، د سينهوا خبري اژانس د څېړنيز انستيتوت او د چين د علومو اکاډمۍ د ساينس او تکنالوژۍ د ستراتيژۍ مشورتي انستيتوت لخوا په ګډه جوړ شوی دی.

ياد راپور په پنځو برخو وېشل شوی دی: مخکتنه، د ځمکنۍ کرې د پيدايښت د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره د چين او اروپا ګډ کوښښ، له اقليمي بدلون سره د مقاومت لپاره د چين او اروپا د همکارۍ دوامداره ژورتيا، د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتنې په پار د چين او اروپا تر منځ د همکارۍ پياوړتيا، د چاپېريال او اقليمي چارو په اړه د چين او اروپا تر منځ همکارۍ ثابت او دايمي پرمختګ.

په دغه راپور کې د چين او اروپا د زرغونې همکارۍ د لا ژورتيا، د اړوند همکاريز ميکانيزم د پياوړتيا، د همکارۍ موډلونو د نوي کولو، د همکارۍ اندازې د پراخولو، د همکارۍ لارو د بډايه کولو، د ځمکنۍ کرې د پيداښت د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او د پاکې او ښکلې نړۍ د ابادولو لپاره د چين او اروپا د ګډو کوښښونو غوښتنه شوې ده.

(ژباړه: شکريه)