د دومينيکا ولسمشره: چين رښتينی دوست او باوري ملګری دی
CMG2024/05/04 11:06:48
شريکول:

د دومينيکا ولسمشرې سيلواني برتون د مې په ۳مه د دومينيکا په پلازمينې روسياو کې د چين د نوي سفير چو ماو مينګ لخوا د باور ليک د وړاندې کولو په  مراسمو کې وویل، چې چین د دومینیکا رښتینی دوست او تر ټولو باوري ملګری دی.

نوموړې همداراز زیاته کړه ، چې دومينيکا له چين سره د اړيکو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکوي، غواړي په مختلفو برخو کې له چين سره همکاري پياوړې او په ګډه له نړیوالو ننګونو سره مقاومت وکړي.

چو ماو مینګ وویل، چې دومینیکا په کارابین سیمې کې د چین مهم ملګری دی. د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو له ټينګېدو راهيسې، دواړو ارخونو خپلمنځي سياسي باور په پر له پسې ډول پياوړی کړی، په عملي همکاریو کې یې ګټورې پايلې تر لاسه کړې او په نړيوالو چارو کې يې متقابل تفاهم او ملاتړ ساتلی دی. ده زیاته کړه، چې چين غواړي له دومينيکا سره ګډ کوښښ وکړي، څو دوه اړخيزې اړيکې نوې کچې ته ورسوي.

(ژباړه: شکريه)