د ملګرو ملتونو سرمنشي او د چيلي ولسمشر له اسرائيلو او حماس اوربند غوښتی
CMG2024/05/04 10:09:55
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش او د چيلي ولسمشر ګېبريل بوريک د مې په ۲مه پر اسرائيلو او حماس غږ  وکړ، چې د اوربند تړون جوړ کړي او د امنيت شورا د اصلاحاتو غوښتنه يې  وکړه.

دواړو مشرانو په همدې ورځ د چيلي په پلازمېنې سانتياګو کې د سيمې او نړۍ د سولې په پار، له اسرائيلو او حماس څخه د اوربند غوښتنه وکړه او  ویې ویل، چې که د يادو دواړو خواوو ترمنځ د اوربند تړون رامنځته نه شي، نو د غزې شخړه به لا سختې پايلې ولري.

د چيلي ولسمشر ګېبريل بوريک څرګنده کړه، چې په غزه کې اوس ډېر سخت بشري ناورينونه پېښېږي. هېواد يې د اوربند او جنګ ځپلو خلکو ته د مرستې برابرولو جدي غوښتنه کوي. نوموړي پر امريکا نيوکه  وکړه، چې د فلسطين او اسرائيلو مسئله کې څو  ځل د ويټو حق کارولی دی.