شي جين پينګ د اسلامي همکارۍ سازمان سرمشريزې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2024/05/05 10:35:00
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۴مه نېټه د اسلامي همکارۍ سازمان ۱۵مې سرمشريزې پرانيستلو ته د مبارکۍ پيغام واستاوه. 

رئيس شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، د اسلامي همکارۍ سازمان د اسلامي هېوادونو د يووالي او خپلواکۍ څرګندويي کوي او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ او د نړيوال مساوات او عدالت د ساتلو لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي. چين د اسلامي هېوادونو ښه دوست او ملګری دی چې خپلمنځي دوستي لرغونې تاريخي مخينه لري. چين او اسلامي هېوادونو له تېرو څو کلونو راهيسې د يو بل د مهمو ګټو او د پام وړ مهمو مسئلو کې يو له بل ملاتړ کړی او کوي يې، د واقعي همکاريو زياتې لاسته راوړنې يې موندلې، خپلمنځي دوستانه اړيکې يې پر له پسې پياوړې کړې او د جنوب او جنوب همکاريزه نمونه يې جوړه کړې ده. 

د رئيس شي جين پينګ په خبره، چين غواړي له اسلامي هېوادونو سره خپلمنځي دوديزې دوستۍ ته دوام ورکړي، متقابل سياسي باور پياوړی کړي، واقعي همکارۍ ژورې کړي، يو له بل څخه مدني زده کړې وکړي، نړيوال پرمختيايي، امنيتي او مدني وړانديزونه په ګډه پلي کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په پار لا زيات خدمتونه تر سره کړي.