د فرانسې په پاريس کې د اورلي نړيوال هوايي ميدان ته له رسېدو وروسته د شي جين پینګ کتبي وينا
CGTN2024/05/05 23:13:21
شريکول:

(۲۰۲۴/۵/۵، پاريس)

د چين ولسي جمهوريت د دولت رئيس شي جين پينګ

 

زه ډېر خوشحاله شوم، چې د ولسمشر ايمانويل ماکرون په بلنې مې د فرانسې جمهوريت ته په درېیم ځل رسمي سفر پيل کړ. ما د ۲۰۱۴م او ۲۰۱۹م کال په پسرلي کې دوه ځلې فرانسې ته سفر کړی و او د سفر پرمهال مې له فرانسويانو سره د چين او فرانسې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې او ۵۵ مې کليزې نمانځنه کړې وه. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۶۰مې کليزې په درشل کې زه يوځل بيا ښکلې فرانسې ته ورسیدم او ډېره مهرباني يې مې احساس کړې ده. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د فرانسې حکومت او خلکو ته د زړه له کومې سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم.

چين او فراسې د ختيځي او لوېديځي تمدنونو د مهمو استازو په توګه له اوږدې مودې راهیسې يو بل ته د قدردانۍ په سترګه ګوري او ګروهنه لري. د فرانسې متفکرانو ډېر وخت وړاندې چيني کلتور مطالعه کړی او چينايان د ولټایري، دانيس ديډيروټ، ويکتور هوګو او هونوري دي بالزاک په ګډون فرانسوي اديبان ډېر خوښوي. ۶۰ کاله وړاندې چين او فرانسې د سړې جګړې له خنډونو په وتلو د سفيرانو په کچه ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې او دغه اړيکې يې له تېرو شپېتو کلونو راهیسې تل له لويديځو هېوادونو سره د چين د اړيکو په مخکښ ځای کې ولاړې دي او د نړيوالې ټولنې لپاره يې د مختلفو نظامونو لرونکو هېوادونو ترمنځ د سوله يیز ګډ ژوند او ګډې همکارۍ په برخه کې ښه نمونه جوړه کړې ده.

پدې وروستيو کلونو کې د چين او فرانسې ترمنځ اړيکو په لوړې سويې پرمختګ کړی او د فضايي چارو، هوانوردۍ، اټومي انرژۍ، کرنيزو محصولاتو او زرغون پرمختګ په ګډون يو شمېر برخو کې يې ګډو همکاريو پرله پسې پرمختګونه موندلي دي. دواړو هېوادونو له اقليمي بدلون سره د مقابلې، د بيولوژيکي تنوع د ساتنې او د نړيوال مديريت د اصلاحاتو په برخو کې نږدې همغږي او همکارۍ کړې دي. د چين او فرانسې د کلتور او سېلانۍ کال په مناسبت ډول ډول فعاليتونه اوس په هراړخيزه توګه روان دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې رسولي، بلکې متزلزلې نړۍ ته يې هم مثبت ځواک ورکړې دي.

زه به د روان سفر پر مهال له ولسمشر ايمانویل ماکرون سره په نوې زمانې کې د چين او فرانسې ترمنځ او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او د اوسنيو مهمو نړيوالو او سيمه يیزو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادله وکړم او هیله لرم، چې د دغه سفر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوديزه دوستي ټينګه شي، خپلمنځي سياسي متقابل باور تقويه شي، د ستراتېژیو په اړه مو زيات ګډ نظرونه راټول شي او په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ نورې هم ژورې شي. مونږ به د تاريخي تجربو په ګټې اخيستنې راتلونکې لار ومومو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره به لاښه راتلونکي جوړه کړو او د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره به نوي خدمتونه وکړو.