له تېرو ۵ کلونو راهيسې فرانسې ته د چين صادراتو هر کال ۵.۹سلنه زياتوالی موندلی
CMG2024/05/05 10:45:17
شريکول:

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې يو لړ تازه شمېر خپرې کړې چې له مخې يې له ۲۰۱۹م کال نه تر ۲۰۲۳م کال پورې فرانسې ته د چين صادراتو هر کال په منځنۍ توګه ۵.۹ سلنه زياتوالی موندلی دی. د روان کال په لومړۍ ربع کې فرانسې ته د چين صادراتي ارزښت ۱۲۷.۲۲ مليارډو يوانو ته رسېدلی دی.

د کرنيزو توکو په ساحه کې فرانسه په اروپايي ټولنه کې د چين لومړی لوی واردونکې سرچينه ده. په ۲۰۲۳م کال کې چين له فرانسې نه د ۴۶.۹ مليارډو يوانو په ارزښت کرنيز محصولات وارد کړي چې دا شمېر د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۵۰.۵سلنه زیاتوالی ښيي.

د مصرفي توکو په برخه کې له تېرو ۵ کلونو راهيسې له فرانسې څخه د چين واردات هر کال ۱۲.۳ سلنه زيات شوی دی.

د عالي ټکنالوژۍ په چارو کې فرانسه د چيني الوتکو او فضايي دستګاه پرزو عمده وارداتي سرچينه ده.