د چیني شکله عصري کېدو بهیر په اړه د شي جین پينګ د خبرو غورچاڼ په دې وروستیو کې په فرانسوي ژبه خپور شو او کورنیو او بهرنیو لوستونکو ته وړاندی شوی دی.
ياد غورچاڼ د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ګوندي تاریخ او سندونو د څېړنیز انستيتوټ لخوا ایدیټ شوی او پکې د ۲۰۱۲ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر اکتوبر پورې د چیني شکله عصري کېدو بهیر په هکله د رئیس شي جين پينګ یو لړ مهمې خبرې شاملې دي. د دغه کتاب انګلیسي بڼه مخکې خپره شوې وه . په دې سره به بهرني لوستونکي د چین کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د چیني شلکه عصري کېدو بهیر ښه وپېژني او دا به د سوله ییز پرمختګ، د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ او ګډې سمسورې نړۍ د جوړولو په اړه د نړیوالې ټولنې د اجماع د ګټلو لپاره ګټور وي.