د فلسطین ټلویزیوني سټېشن د مې په ۴مه خبر ورکړ، اسرائیلي ځواکونو په همدې ورخ د غزې پر څو سیمو بمبارې وکړه او له امله یې لږ تر لږه ۱۳ تنه ووژل شول.
خبر وايي، اسرائیلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې پر شمال هوايي بریدونه وکړل او په نتیجه کې یې د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۸ تنه ووژل شول. د غزې د جنوب پر خانیونس او رفح د دوی د بمباریو له امله ۳ تنه ووژل شول. سربیره پر دې، دوی د غزې پر مرکزي ښار دیر البلاح او د مغاذي کډوالو کمپ هم بمبار کړی چې له امله یې ۲ تنه ووژل شول.
د تېر کال له اکتوبر راهیسې، په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو نظامي عملیاتو له امله ۳۴ زره ۶ سوه فلسطینیان وژل شوي او ۷۸ زره تنه نور ټپیان شوي دي.