شي جين پينګ کتبي وينا خپره کړه
CMG2024/05/05 22:26:59
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۵مې نېټې په مازديګر د فرانسې پلازمېنې پاريس ته رسېدلی او د دغه ښار په اورلي نړيوال هوايي ډګر کې يې يوه کتبي وينا خپره کړه.

هغه په خپله کتبي وينا کې ويلي، دی به د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره د دوه اړخيزو اړيکو، د چين او اروپا اړيکو او نورو مهمو سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په اړه د نظر تبادله وکړي.