مصري رسنۍ: د مصر او حماس په غزه کې د اوربند تړون په اړه ستر پرمختګونه موندلي
CMG2024/05/05 10:32:26
شريکول:

د مصر خبري رسنۍ د مې په ۴مه نېټه خبر ورکړ چې د حماس پلاوي په همدې ورځ په قاهره کې د مصر له اړوندو چارواکو سره په غزه کې د اوربند تړون په اړه خبرې اترې وکړې، پر زیاتو مواردو يې موافقې تر لاسه کړې او ستر پرمختګونه يې موندلي دي.

د حماس پلاوي يوه غړي چې د خپل نوم له ورکولو يې ډډه کړې، رسنيو ته د ياد خبر پخلی کړی دی.

د اسرائيل عامه خپرونې شرکت په همدې ورځ د يوې سرچينې له قوله ويلي، اسرائيلي لوري تر اوسه کوم خبر نه دی تر لاسه کړی. اسرائيل وړاندې اعلان کړی چې دوی به هېڅکله د شخړې په پای ته رسولو سره د بنديانو د خوشي کېدو تړون لاسليک نه کړي. حتی په داسې حال کې چې لنډ مهالي اوربند تر سره شي، د اسرائيل دفاعي ځواکونه به د غزې تړانګې جنوبي ښار رفع ته ننوځي او هلته به د حماس پاتې ځواکونه له منځه وړي.