د چين او فرانسې د انساني تګ راتګ او کلتور پرمختيايي فورم تر سره شو
CMG2024/05/05 10:47:12
شريکول:

روان کال د چين او فرانسې د اړيکو له شپېتمې کليزې سره برابر او د دواړو هېوادونو د کلتور او سيلانۍ کال هم دی.

د چين او فرانسې د انساني تګ راتګ او کلتور پرمختيايي فورم د مې په ۴مې نېټې په پاريس کې تر سره شو. په دغه فورم کې د چين او فرانسې برخه والو څرګنده کړې، دا چې چين او فرانسې خپلمنځي انساني تګ راتګ او کلتوري همکارۍ پياوړې کوي، نه يوازې د خپلمنځي ګډو نظريو په زياتولو، د متقابل باور په ژورتيا کې ګټه لري، بلکې د يو بل د مدني لاسته راوړنو او په نوې زمانه کې د خوځنده ځواک هڅونه کولای شي.

په فرانسه کې د چين سفير لو شا يې دغه فورم ته ويلي، دواړه هېوادونه پلان لري چې په روان کال کې لسګونه کلتوري او سيلانيز فعاليتونه په ګډه تر سره کړي. هغه باور وښود چې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ماکرون تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې د چين او فرانسې اړيکو نوی خوځنده ځواک او پرمختيايي ايجن رامنځته شي.