پر ځايي وخت د مې د ۵مې نېټې په ماسپښين، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ځانګړې الوتکه کې د فرانسې پلازمېنې پاريس ته رسېدلی. د دغه هېواد د صدراعظم ګابريل اټال په شمول عالي رتبه چارواکو د پاريس په اورلي هوايي ميدان کې د شي جين پينګ تود هر کلی وکړ.