شي جين پينګ د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون او د اروپايي کمېټې له رئيسې اورسوله ون درلين سره درې اړخیزه ناسته وکړه
CMG2024/05/06 18:35:57
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۶مې نېټې په سهار د پاريس په يليسي ماڼۍ کې د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون او د اروپايي کمېټې له رئيس اورسوله ون درلين سره د چين، فرانسې او اروپا د مشرانو تر منځ درې اړخيزه ناسته وکړه.

شي جين پينګ د فرانسې او اروپايي ټولنې له مشرانو سره له یو ځل بیا لیدنې خوښي څرګنده کړه او ويې ویل: فرانسه بهر ته زما د سفر لومړی تم ځای دی او نننۍ کتنې اروپا ته زما د  سفر اهميت پياوړی کړی دی. چين اروپا سره خپلې اړیکې تل له ستراتيژيکي او دايمي لحاظه کتلې او له لویو هېوادونو سره د ځانګړو ډيپلوماټيکو جوړولو او چیني شکله عصري کېدو بهير د تر سره کولو په برخو کې اروپا مهم همکار ګڼي. رئيس شي جين پينګ هیله وښوده چې د چین او فرانسې ،د چین او اروپا اړیکې يو د بل هڅونه وکړي او ګډ پرمختګ ومومي .

ده زیاته کړه چې اوسنۍ نړۍ د بدلون په حال کې ده، خو چین او اروپا باید د نړۍ د دوو مهمو ځواکونو په حيث پر خپلمنځي همکاریزو اړیکو ټينګار وکړي، ډيالوګ او همکاریو ته دې دوام ورکړي، ستراتيژيکي تماسونه دې ژور کړي، متقابل باور دې زيات کړي، ستراتيژيکي اجتماع دې پیاوړې کړي، ستراتيژيکي همکارۍ دې پراخې کړي او د چین او اروپا ترمنځ د اړیکو ثابت او سالم پرمختګ دې وهڅوي او د نړۍ سولې او پرمختګ لپاره دې نوي خدمتونه وکړي.