شي جين پينګ په رسمي سفر فرانسې ته ورسيد
CGTN2024/05/06 00:10:01
شريکول:


د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۵مې نېټې په ماسپښين په ځانګړۍ الوتکې کې پاريس ته رسېدلی او د فرانسې جمهوريت د ولسمشر ايمانويل ماکرون په بلنې يې له دغه هېواد رسمي ليدنه پیل کړه.

د فرانسې د صدراعظم ګابريل اټال په شمول عالي رتبه چارواکو د پاريس په اورلي هوايي ميدان کې د شي جين پينګ تود هر کلی وکړ.

شي جین پینګ په اورلي نړيوال هوايي ډګر کې يوه کتبي وينا خپره کړه او پکې يې ليکلي: زه ډېر خوشحاله شوم، چې د ولسمشر ايمانويل ماکرون په بلنې مې د فرانسې جمهوريت ته په درېیم ځل رسمي سفر پيل کړ او له فرانسويانو سره په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۶۰ مه کليزه لمانځم. چين او فراسې د ختيځي او لوېديځي تمدنونو د مهمو استازو په توګه له اوږدې مودې راهیسې يو بل ته د قدردانۍ په سترګه ګوري او ګروهنه لري.۶۰ کاله وړاندې چين او فرانسې د سړې جګړې له خنډونو په وتلو د سفيرانو په کچه ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې او دغه اړيکې يې له تېرو شپېتو کلونو راهیسې تل له لويديځو هېوادونو سره د چين د اړيکو په مخکښ ځای کې ولاړې دي او نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې رسولي، بلکې متزلزلې نړۍ ته يې هم مثبت ځواک ورکړې دي.زه به د روان سفر پر مهال له ولسمشر ايمانویل ماکرون سره په نوې زمانې کې د چين او فرانسې ترمنځ او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او د اوسنيو مهمو نړيوالو او سيمه يیزو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادله وکړم او هیله لرم، چې د دغه سفر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوديزه دوستي ټينګه شي، خپلمنځي سياسي متقابل باور تقويه شي، د ستراتېژیو په اړه مو زيات ګډ نظرونه راټول شي او په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ نورې هم ژورې شي. مونږ به د تاريخي تجربو په ګټې اخيستنې راتلونکې لار ومومو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره به لاښه راتلونکي جوړه کړو او د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره به نوي خدمتونه وکړو.

په دغه سفر کې له شي جين پينګ سره د ده مېرمن پنګ لين يوان،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړی او د مرکزي دفتر رئيس څای چي، د سياسي بيورو غړی او خارجه وزير وانګ يي ملګري دي.  

په فرانسه کې د چين لوي سفیر لو شا يه هم په هوايي ميدان کې د شي جين پينګ هرکلی وکړ.

له اورلي هوايي ميدان  څخه تر هغه هوټل پورې چې شي جين پينګ پکې استوګنه کوي، د سړک پر دواړو غاړو په فرانسه کې ډېر چيني اتباع او محصلين  د شي جين پينګ د هرکلي په پار راغونډ شوي دي.