حماس د اوربند وړاندیز ته غبرګون ښودلی
CMG2024/05/06 10:25:31
شريکول:

حماس د مې په ۵مې نېټې په یوې اعلامیې کې ويلي، چې د مذاکراتي پلاوي يې په مصر کې د اوربند خبرو نوی پړاو پای ته رسولی او د مصر او قطر په شمول د منځګړو هېوادونو وړاندیز ته یې غبرګون ښودلی دی.

په اعلامیې کې حماس د غبرګون په اړه هيڅ مشخص معلومات نه دي ورکړل شوي، خو پکې ويل شوي، چې حماس به د منځګړو هېوادونو وړانديز وارزوي او مثبت او مسؤلانه چلند ورسره وکړي.