جنګ جيان بانګ د اسلامي همکارۍ سازمان په ۱۵مې سرمشريزې کې ګډون وکړ
CMG2024/05/06 11:06:01
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ ځانګړي استازي او د ملي ولسي کانګرېس دايمي کمېټې مرستيال جنګ جيان بانګ د ګامبیا د ولسمشر اداما بارو په بلنې د مې له ۴مې نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې د دې هېواد په پلازمېنې بانجول کې د اسلامي همکارۍ سازمان په ۱۵مې سرمشريزې کې ګډون کړی او پرانيستونکو مراسمو کې یې د رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام لوستلی دی.

اداما بارو د مې په ۵مې نېټې له جنګ جيان بانګ سره ليدلي او په خپلمنځي اړيکو یې ورسره خبرې کړې دي.

جنګ جيان بانګ په دغې ليدنې کې نوموړي ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او پېرزوینې رسولي او د غونډې د بريالۍ ترسره کېدو په پار یې ورته مبارکي ويلي ده.

 نوموړي چين او ګامبيا ښه ملګري او همکاران بللي او په خبره یې، چين له اسلامي نړۍ سره دوديزه دوستي لري.

 جنګ جيان بانګ  ويلي، چې هېواد يې له ګامبیا سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او متقابل سياسي اعتماد به ورسره ژور کړي، متقابل ملاتړ او خپلمنځي همکارۍ به ورسره پراخې کړي، تقنيني تبادلې به ورسره ټينګې او د نړيوالو چارو همغږي به ورسره پياوړې کړي او دوستانه همکاريو ته به یې پرمختګ ورکړي.