چين مډيا ګروپ له فرانسې څخه د شي جين پينګ د ليدنې په ترڅ کې 《د شي جين پينګ د خوښې وړ کلاسیکې کيسې》 د پروګرام نړيوالې بڼې د خپرولو مراسم د مې په ۶مه نېټه په پاريس کې ترسره کړل.
د فرانسې د اساسي قانون د کمېټې رئيس، پخواني لومړي وزير لاوريڼټ فابيوس، بل پخواني لومړي وزير او د فرانسې د لرليد او نوښت صندوق رئيس جين پيري رافارين دغو مراسمو ته مبارکیانې وویلې.
ياد پروګرام په ډيلي موشن،(DailyMotion) د اروپا خبري ټلويزيون او نورو عمده خبري رسنيو کې خپور شوی دی.
د چين د تبليغاتو مرستيال وزير او د چين مډيا ګروپ مشر شن های شيونګ، د فرانسې د چاپيريال پخواني وزير، د ملګرو ملتونو پخواني مرستيال سرمنشي بريس لالونډي په يادو مراسمو کې ويناوې وکړې.
شن های شيونګ وويل، د شي جين پينګ په وینا د چين او فرانسې تر منځ اړيکې چې د زمانې د پرمختګ سره سم پرمختګ کوي او د نورو په پرتله د مخکښې نمونې رول لري، تل د چين او غربي هېوادونو تر منځ په اړيکو کې يوه مهمه بېلګه ده.
د چين مډيا ګروپ لخوا جوړ شوی ځانګړی پروګرام «د شي جين پينګ د خوښې وړ کلاسیکې کيسې» په فرانسه کې خپور شوی، چې خلکو ته د شي جين پينګ د افکارو، د چين د فرهنګ او ځيرکتیا د معرفي کولو لپاره يوه کړکۍ ګڼل کېږي.