د فرانسې صدراعظم په هوايي ډګر کې د رئيس شي جين پینګ تود هرکلی وکړ
CMG2024/05/06 11:00:44
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د مې په پنځمې نېټې په ځانګړې الوتکې کې د فرانسې پلازمېنې پاريس ته ورسېد او له دغه هېواد څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه او د فرانسې لومړي وزیر اتال په هوايي ډګر کې د نوموړي تود هرکلی کړی دی.

کله چې رئيس شي جين پینګ د الوتکې له زينې ښکته کېده، نو د فرانسې صدراعظم اتال د ده په لوري روان شوی او په چيني ژبه يې ورته سلامونه او ښه راغلاست ویلی دی.

صدراعظم اتال له رئيس شي جين پینګ سره په خبرو کې ويلي، هغه مهال، چې دی د فرانسې د پارلمان غړی و، په چين کې يې د یو کال لپاره چيني ژبه لوستې ده.

رئيس شي جين پینګ په خندا ورته ويلي، چې ستاسو چيني ژبه ډېره معياري ده او کولی شئ، چې چين ته سفر وکړئ.