سختو ورښتونو او سيلابونو په افغانستان کې ۱۴ کسان وژلي
CMG2024/05/06 09:53:28
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې د مې په ۵مې نېټې خبر ورکړی، چې په تېرو ۳ ورځو کې د دغه هېواد څو ولايتونو کې سخت بارانونه شوي، چې له امله یې په ډېرو سیمو کې زورور سيلابونه راوتلي دي.

خبر وايي، ورښتونو او سيلابونو په افغانستان کې ۱۴ کسان وژلي او یو کس اوبو وړی او لایې جسد نه دی پيدا شوی.

خبر زياتوي، دغو سختو بارانونو او سیلابونو شاوخوا ۱۴۰ کورونه هم  ویجاړ کړي او څه باندې ۲ زره څاروي یې وژلي دي.