پر چيني شکله عصري کېدو پوهېدل— د چين او فرانسې د ځوانانو ډيالوګ د مې په ۵مې نېټې د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې په برياليتوب ترسره شو.
دغه فعاليت له فرانسې څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنې په درشل کې د چين ميډيا ګروپ، د پاريس سياست پوهنتون د فارغو محصلينو ټولنې، د پاريس سینکپ (CINUP) کمېټې او د چين د جي نان پوهنتون لخوا په ګډه ترسره شوی دی.
په دغه فعاليت کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د تبليغاتو څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او د فرانسې يو لړ پخوانيو چارواکو هم ګډون کړی و.