بيجينګ :فليپين بايد ژر تر ژره د چين د نان شا ټاپوګانو او د هوانګ يان ټاپو سمندري سيمو کې له نفوذه لاس واخلي
CMG2024/05/06 18:44:33
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د مې په ۶مه نېټه د يوې خبري ناستې مشري وکړه. هغه د جنوبي سمندر د حالاتو په هکله د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، که فليپين غواړي د جنوبي سمندر حالات ارام کړي، بايد نان شا ټاپوګانو او هوانګ يان ټاپو ته نږدې سمندري سيمو کې نفوذ ژر تر ژره ختم کړي،  ژن ای پرښې کې غير قانوني پاتې شوې نظامي بيړۍ ته د ساختماني موادو د ليږلو او د دايمي تاسيساتو د جوړولو چارې دې بندې کړي، پر هغو ټاپوګانو او پرښو د پورته کولو فعاليت بايد ختم کړي، چې پکې انسانان ژوند نه کوي. دغه راز ډله ييز تقابل،د وسله والو ځواکونو ښودنه او د جعلي معلوماتو خپرونه بايد پای ته ورسېږي.