د شي جين پينګ او ايمانويل ماکرون ترمنځ دوستانه تګ راتګ
CGTN2024/05/06 01:53:31
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د مې د ۵مې نېټې په مازديګر په ځانګړې الوتکې د فرانسې د پلازمېنې پاريس اورلي نړيوال هوايي ميدان ته رسېدلی او له دغه هېواد څخه يې خپله رسمي ليدنه پيل کړې ده.

رئيس شي جين پينګ په څو ځله له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره ملاقات کړي دي. نوموړی په دې اند دی، چې د چين او فرانسې ترمنځ د رسمي اړيکو تر ټينګېدو وروسته ۶۰ کلونو کې دوه اړخيزې اړيکې څو (( لومړي مقامونه)) خپل کړي او د ليدو وړ برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. دا نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره ګټوره ده، بلکې د نړۍ د سولې او ثابتوالي د ساتلو، د نړۍ د څو قطبې کېدو او د نړيوالو اړيکو د ډيموکراتيک کېدو لپاره مهم رول لوبوي.