په غزې کې د اسرائيلي ځواکونو د بمبارۍ له امله ۱۵ کسان وژل شوي
CMG2024/05/06 10:50:35
شريکول:

د فلسطین ملي تلویزیون د مې په ۵مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې پر ګڼو سیمو بريدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

خبر وايي، اسرائيلي ځواکونو د غزې په جنوبي رفح ښارګوټي کې پر يوه استوګنځي هوايي بريد کړی او ۶ کسان یې وژلي او په ورته وخت کې يې د غزې یو کډوالو کمپ کې د بې کوره خلکو پر يوه ښوونځي هم بمباري کړې، چې له امله يې ۴ کسان وژل شوي دي.

خبر وايي، اسرائيلي ځواکونو د غزې ښار په شمال کې هم پر ګڼو سیمو بريدونه کړي او لږ تر لږه پنځه کسان يې وژلي دي.