د اروپا ستراتيژیکې خپلواکۍ ته یوه کتنه
CMG2024/05/06 15:15:52
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۵مه نېټه په رسمي توګه فرانسې، سربيا او هنګري ته سفرونه پيل کړل.

خبريال د دې سفر په هکله د اروپا خبري رسنيو په راپورونو کې دا ليدلي، چې د اروپا ستراتیژیکه خپلواکي موضوع تل او ډېره یاده شوې ده. د تېر کال په پيل کې د کارنيګي د نړيوالې سولې صندوق د اروپا څانګې تر دې عنوان لاندې چې «ایا د اروپا د ستراتیژیکې خپلواکۍ پای رارسېدلې دی که نه؟ »د اروپا له دیارلسو فکري بنسټونو سره یې مرکه وکړه او ګن شمېر سياستوال په دې اند دي، چې د اروپا ستراتيژیکه خپلواکي له زياتو ننګونو سره مخ ده.

يو لامل یې دا دی، چې د موخو او عملیاتو په اړه د اروپايي هېوادونو د نظريو ستر توپيرونه شتون لري. د اوکراين کړکېچ له پېچلتیا وروسته، اروپايي هېوادونو دغه خپلواکي تعقيب کړې، چې د روسیې پر انرژيو یې بنديزونه لګولي دي. په دې نتيجه کې اروپا د امريکا د لوړې بيې په طبيعي ګاز سخته تکيه کړې چې زياتو هېوادونو ته د انرژيو تهیه ګرانه ده او انفلاسيون ورسره سخت شوی دی. سربېره پر دې، د امريکا د فدرالي ذخيرې کمېټې د پيسو ګټې ډېرې زياتې کړې او د اروپا مرکزي بانک په اړمنه توګه د پيسو ګټې هم زياتې کړې، د امريکايي ډالرو په مقابل کې د يورو د تبادلې اسعار د نژدې شلو کلونو راهيسې تر ټولو ټيټې اندازې ته رسېدلي او ګن شمېر پيسې له اروپايي هېوادونو څخه اروپا ته داخل شوې دي. دغه راز امريکا «د انفلاسيون د کمولو قانون» صادر کړ، چې له تصديو سره د زياتې مالي مرستې په شمول تدبيرونه غوره کړي دي او د اروپا زياتو تصديو په امريکا کې د پانګونې پلانونه غوره کړي دي.

اروپايانو دا موندلې، چې که د اوکراين کړکېچ وي یا که د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ شخړې، دوی داسې لوری نه ویني چې د اروپا له غوښتنو او ګټو سره سمون ولري. نو اروپايي ټولنه د خپلې ستراتيژيکې خپلواکۍ په هکله خوشبين نه دي. خو په دې واقعي ستونزو کې ايا د حل لارې نه شي پیدا کېدای؟ د اروپايي هېوادونو په عمده خبري رسنيو کې د ستراتيژیکې خپلواکۍ په هکله راپورونو کې “د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون نوم “تل ياد شوی دی.

تېر کال د فرانسې ولسمشر ښاغلي ماکرون له چين څخه ليدنه وکړه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له نوموړي سره د خبرو په ترڅ کې وويل، چې چين تل په څو اړخیزه نړۍ کې اروپا ته د خپلواک اړخ په توګه ګوري. ماکرون وويل، چې فرانسه پر خپلواکي ډيپلوماسۍ ټينګار کوي، د اروپا د ستراتيژیکې خپلواکۍ نظر غوره کوي او له جلا کېدو او ډله یيزې مقابلې سره مخالفت کوي. هغه خبري رسنيو ته ويلي، چې اروپا بايد ستراتيژيکه خپلواکي پياوړې کړي. نو د چين او فرانسې تر منځ تګ راتګ او همکارۍ څنګه د اروپا په ستراتيژيکه خپلواکۍ کې فعال لامل ګرځېدلی دی؟

له يوې خوا فرانسه په اروپا کې يوازینی هېواد دی، چې د G-7، ناټو، اروپايي ټولنې، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړی هېواد دی او د اروپايي ټولنې په شمول زياتو څو اړخيزو ميکانيزمونو کې مهم رول لري. چين او فرانسه هيله لري، چې د سلامشورو له لارې د دواړو هېوادونو تصديو ته عادلانه او بې پرې چاپېريال برابر کړي.

د دې تر شا د فرانسې په شمول اروپايي هېوادونه د ستراتيژيکې خپلواکۍ په هکله تر ټولو سخته او ستونزمنه ساحه لري. ټولو ته معلومه ده، چې امريکا چين تر ټولو لوی حريف بولي او غواړي چې پر چين د فشار اچولو له لارې د چين د پرمختګ مخه ونيسي. د نوې انرژۍ ساحه يوه څرګنده بېلګه یې ده. په دې وروستۍ موده کې د اروپا ځينو سياستوالو له امريکې وروسته دا ګونګوسه خپره کړې، چې د تش په نامه د چين د برېښنايي موټرو توليدي اندازه له اړتياوو ډېره زياته ده او دغه څه د نوې انرژۍ توليدي چارو په برخه کې د اروپا او امريکا تصديو او کارګرو ګټې زيانمنې کړې دي. نو ځينې اروپايي هېوادونه د توليد چارو د تګلارو په شمول مسئلو کې له امريکا سره يو شان کار کوي او ستراتيژیکه خپلواکي يې له لاسه ورکړې، نو په اروپايي هېوادونو کې د زرغون پرمختګ په هکله اندېښنې راپورته شوې دي.

په فرانسه کې د برېښنايي موټرو د پلورلو په چارو کې د «پسرلي» په نوم يو ډول موټر له ډېر وخت راهیسې په مخکښو درېيو زیاتو پلورل شویو مقامونو کې شامل شوی دی. خو کم شمېر کسان په دې پوهېږي، چې دغه موټر د يوه چيني شرکت، د فرانسې د ريناولټ ايس ای او د جاپان د موټر توليدولو شرکت لخوا تر ګډې پانګونې لاندې توليد شوی. د دې موټر تر شا د چين او فرانسې او حتې د چين او اروپا ترمنځ د همکارۍ نوی شکل څرګند شوی هم دی.

دغه همکارۍ يوازې نه دي. د فرانسې ولسمشر وړاندوینه کړې، چې تر ۲۰۳۵م کال پورې به په دغه هېواد کې ټول نوي توليدي موټر برېښنايي موټر وي. نو په دغه هېواد کې د موټر توليدولو په تر ټولو لوی مرکز کې د بېټرۍ جوړېدو فابریکه د جوړېدو په حال کې ده. چيني تصدۍ هم په دې چارو کې د فرانسي له تصديو سره همکارۍ کوي او د دغې فابریکې د جوړولو په چارو کې برخه اخلي. د چين او فرانسي د تصديو تر منځ همکارۍ د اروپايي هېوادونو اندېښنو ته ځواب ورکړی دی.

له چين سره اړیکې د دواړو خواوو ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ خپلواک انتخاب دی، او د وابستګۍ او کنټرول اړيکې نه دي.