د کارګرو د نړيوالې ورځې په رخصتيو کې د چين فعالو سیلانيزو چارو د اقتصاد خوځنده ځواک ښکاره کړی
CRI2024/05/06 16:19:44
شريکول:

د چين کلتوري او سيلانيز بازار د روان کال د کارګرو د نړيوالې ورځې د رخصتۍ په موده کې ګرم روان و او د سيلانيانو پاملرنه يې راجلب کړې وه.

د چين په بېلا بېلو سیمو کې د سیلانيانو ګڼه ګوڼه وه او د مصرفي بازار خوځنده ځواک یې څرګند کړی دی.

ابتدايي شمېرې ښيي، د مې له لومړۍ نېټې څخه تر پنځمې نېټې پورې په چين کې د مسافرو اندازه شاوخوا ۱ ميليارډ او ۳۶۰ ميليونه وه او ورځنۍ اندازه يې له ۲۷۰ ميليونو څخه پورته وه، چې دغه رقم د ۲۰۱۹ م کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۴ اعشاريه ۱ زياتوالی ښيي.

 په دې وروستيو کې، له نورو هېوادونو څخه چين ته د سيلانيانو تګ راتګ هم اسانه شوی او دغه هېواد ته سيلانيزې سپارښتنې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۰۵ زياتې شوې دي.

چينايي سيلانيانو د کارګرو رخصتۍ پرمهال شاوخوا دوو سوو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.