اروپا ته د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ سفر
CRI2024/05/06 19:27:21
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۵مې نېټې له غرمې وروسته په ځانګړې الوتکه کې  پلازمېنې پاريس ته ورسېد او د فرانسې د ولسمشر ایمانویل ماکرون په بلنه يې له دغه هېواده يې لیدنه پيل کړه.

د فرانسې لومړي وزير ګابريل اټال په داسې حال کې هوايي ډګر ته د رییش شي جین پینګ هرکلي ته ورغلی و چې باران هم اورېدو.

دغه راز په پاريس کې چينايي اوسيدونکي او محصلين د سړک په دواړو غاړو کې د شي جين پينګ د تاوده هرکلي لپاره ولاړ وو.

دا په روان کال کې بهر ته د شي جين پينګ لومړی سفر او فرانسې ته يې له پنځو کلونو وروسته دويم سفر دی.