چين او فرانسې د منځني ختيځ د وضعيت په اړه ګډه اعلاميه خپره کړه
CGTN2024/05/07 15:06:26
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په پنځمې د فرانسې د ولسمشر ايمانويل ماکرون په بلنې دغه هېواد ته دوه ورځنی رسمي سفر کړی او له نوموړي سره يې پر خپلمنځي او نړيوالو مسئلو خبرې کړې دي.

نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې له خپل فرانسوي سیال سره د منځني ختيځ د وضعيت په اړه د نظريو تبادله کړې او ګډه اعلاميه يې خپره کړې ده.

په دغې اعلاميې کې ويل شوي، چې چين او فرانسه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړيو هېوادونو په توګه ګډې هڅې کوي، چې د نړیوال قانون پر اساس د نړيوال امنيت او ثبات پر وړاندې له ننګونو او ګواښونو سره د مقابلې لار ولټوي. 

د دواړو هېوادونو مشرانو پر رفح ښارګوټي د اسرائيل له بریدونو سره مخالفت کړی او په غزې کې يې دوامدار اوربند، خلکو ته یې په لويې پيمانې د بشري مرستو رسول او د ملکي وګړيو خونديتوب د اوسمهال مهمې او بېړنۍ دندې بللې دي.

دواړو مشرانو د اسرائيل هغه تګلاره، چې د نړیوال قانون خلاف استوګنځايونه جوړوي، غندي او ترې غواړي، چې اړوند سياسي بهير بيا پيل او د دوو هېوادونو پلان پلی کړي.