په پاريس کې د چین هنري نندارتون پرانېستل شو
CMG2024/05/07 14:06:54
شريکول:

چين ميډيا ګروپ د فرانسې د اولمپيک او سپورټ له ملي کمېټې، د دغه هېواد مسلکي فوټبال ليګ او يو شمېر هنري ادارو سره په ګډه ((له بېجينګ څخه پاریس ته د چین او فرانسوي هنرمندانو اولمپیکي سفر)) چيني هنري نندارتون پرانېستلی دی.

دغه نندارتون فرانسې ته د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د رسمي سفر په ترڅ کې د مې په ۶مې نېټې په پاريس کې په شاندارو مراسمو پرانيستل شوی دی.

د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي ادارې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ، د فرانسې د کولتور وزيرې راچیدا داتي او د فرانسې د ملي المپيک او سپورټ کمېټې د رئيس ډاوید لاپارټينټ په شمول څه دپاسه ٣٠٠ کسانو ګډون کړی و او د چين له هنري نندارتون څخه يې لېدنه کړې ده.

 په دغه نندارتون کې د څه دپاسه سلو چيني معاصرو هنرمندانو له ٢٠٠ څخه زيات هنري اثار نندارې ته ايښودل شوي دي.