شي جين پينګ او ايمانويل ماکرون په ګډه له خبريالانو سره کتنه وکړه
CMG2024/05/07 02:28:10
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۶مې نېټې له غرمې وروسته او د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون له خبرو اترو وروسته په ګډه له خبريالانو سره کتنه وکړه.

شي جين پينګ وويل، چې له ولسمشر ماکرين سره یې اغيزمنې خبرې وکړې.

ده زیاته کړه:  موږ په اتفاق سره دا نظر لرو، چې د چين او فرانسې تر منځ اړيکې ارزښتناک تاريخ، ځانګړی ارزښت او مهمې دندې لري. پريکړه مو کړې، چې په څلورو برخو کې ښه کارونه تر سره کړو: لومړۍ : د دوه اړخيزو اړيکو ستراتيژيکي ثابتوالي دې وساتل شي. دويم: د ګډو ګټو پر بنسټ دې د همکاريو پراخ راتلونکی ولټول شي. درېيم: د دواړو خواوو تر منځ دې فرهنګي راکړه ورکړه چټکه شي. څلورم: د نړيوالې همکارۍ لپاره دې لا زياتې ګډې نظريې راغونډې شي.