د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ميرمن او د يونيسکو سازمان د نجونو او ښځو د تعليم د هڅونې لپاره ځانګړې استازې پنګ لي يوان د مې د ۶مې نېټې په سهار په پاريس کې په بلنې سره د يونيسکو له عمومي مقر څخه ليدنه وکړه.
د يونيسکو سازمان عمومي مديرې اوډري ازولای له پنګ لي سره يو ځای د چين او د يونيسکو سازمان تر منځ د همکاريو د لسو کلونو د لاسته راوړنو په هکله جوړ شوي نندارتون سيل وکړ او د چين لوړه ستاينه يې وکړه، چې د نړۍ د نجونو او ښځو د تعليمي چارو لپاره يې خدمتونه کړي دي.