چین ميډيا ګروپ د مې په ۷مې نېټې د پاریس اولمپيک لوبو د خبري پوښښ لپاره د لومړۍ جوپې تجهیزات فرانسې ته ولېږدول.
د پاریس اولمپیک لوبو پرانیستلو ته ۸۰ ورځې پاتې دي.
سږ کال د چین او فرانسې د اړیکو ټينګښت ۶۰مه کالیزه ده.
چین میډیا ګروپ به د پاریس اولمپیک لوبو د عمده نړیوال خپرېدونکي ارګان په توګه د ټلویزیون، راډيو او نویو رسنیو له لارې څه باندې ۱۱ زره ساعته پروګرامونه وکړي او په لومړي ځل به له بهره د 4K خپرونې ولري.
د چین میډیا ګروپ څه دپاسه ۲ زره کسیزه ډله به د پاریس اولمپیک لوبو د خپرولو لپاره خدمتونه وکړي.