پنګ لي يوان له بريګيټي ماکرون سره په ګډه د اورسای موزيم سيل وکړ
CGTN2024/05/07 09:17:29
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمنې پنګ لي يوان د مې د ۶مې نېټې په ماسپښين په پلازمېنې پاريس کې د فرانسې د ولسمشر ايمانويل ماکرون د مېرمنې بريګيټي ماکرون په بلنې له هغې سره په ګډه د اورسای موزيم سيل کړی دی.

مېرمن پنګ لي يوان له ياد موزیم څخه د لېدنې په ترڅ کې ويلي، چې د چين او فرانسې خلک له انځورګرۍ او هنر سره مينه لري او هيله يې ښودلې، چې دواړه هېوادونه په دغو هنري چارو کې لا زياتې تبادلې وکړي، خلک يې د يو بل هنرونو په هکله معلومات ترلاسه کړي او د دواړو هېوادونو هنرمندان تبادلې او تګ راتګ پياوړی کړي او لا زيات ښکلي هنري اثار وپنځوي.