حماس د اوربند وړاندیز سره هوکړه وکړه
CMG2024/05/07 14:46:30
شريکول:

حماس د مې په ۶مې په یوې اعلامیې کې ويلي، چې د همغږي کوونکو خواوو په منځګړيتوب یې د اوربند وړاندیز سره موافقه ښودلې او منلی یې دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، د حماس د سیاسي ادارې مشر اسماعیل هنیه په همدې ورځ په جلا جلا توګه په ټلیفوني خبرو کې د قطر لومړي وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د مصر د استخباراتي ادارې مشر عباس کامیل سره یاده هوکړه منلې ده.