شي جين پينګ د فلسطين او اسرائيل تر منځ د شخړې او د اوکراين د بحران په هکله خبرې وکړې
CMG2024/05/07 01:59:25
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۶مې نېټې له غرمې وروسته د پاريس په يليسي ماڼۍ کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره له خبرو اترو وروسته په ګډه له خبريالانو سره کتنه وکړه او د فلسطين او اسرائيل تر منځ د شخړې او د اوکراين د بحران په هکله يې د چين اصول او دريځ بيان کړ.

شي جين پينګ وويل، د فلسطين او اسرائيلو تر منځ شخړې تر اوسه پورې روانې دي او د انسانانو اخلاق ازمويي، نړيواله ټولنه بايد په دې اړه ضروري کارونه تر سره کړي.

ده زیاته کړه: موږ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو، چې د غزې په تړانګه کې سمدستي هراړخيز او دوامدار اوربند رامنځته شي، له فلسطين څخه دې ملاتړ وکړو، چې د ملګرو ملتونو رسمي غړی شي، د فلسطين د قانوني حقونو د بيا اعاده کېدو پلويتوب دې وکړو او د دوو هېوادونو د موجوديت لايحه دې عملې شي او په منځني ختيځ کې دې دايمي سولې رامنځته شي.

شي جين پينګ وويل، چين څو ځلې د اوکراين بحران په هکله خپل دريځ روښانه کړی دی. چين نه په دغه بحران کې ښکیل دی او نه يې جوړونکی دی.

چين تل د سولې او پرمختګ لپاره کوښښ کوي. د چين د حکومت د اروپايي او اسيايي چارو ځانګړي استازي د دغه بحران په هکله د درېيمې دورې منځګړيتوب کار پيل کړی دی. موږ د اوکراين بحران په پلمه پر بل درېيم هېواد د تور لګولو او د نوې سړې جګړې د پورته کولو له کړنو سره مخالفت کوو. موږ له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوو چې خبرې اترې بيا پيل کړي او ګام په ګام متقابل باور ټينګ کړي او له دې څخه ملاتړ کوو چې د اروپا بيلانس لرونکی، اغيزمن او دواملرونکي امنيتي چوکاټ جوړ کړي.