شي جين پينګ: چين به د مخابراتو او درملنې په شمول د خدمتي چارو ورخلاصون پراخ کړي
CMG2024/05/07 02:20:13
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۶نېټې په ماښام د پاريس په ماريګني تياتر کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره په ګډه د چين او فرانسې د تصديو خاوندانو د کمېټې د شپږمې غونډې د پای په مراسمو کې ګډون او ويناوې وکړې.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې چين به د مخابراتو او درملنې په شمول د خدمتي چارو ورخلاصون پراخ کړي، خپل بازار به لا نور پرانيزي او د فرانسې او اروپا د تصديو په شمول  به د بېلا بېلو هېوادونو تصديو ته لا زيات بازاري فرصتونه برابر کړي.