شي جين پينګ: چين غواړي د فرانسې په شمول له نړيوالو سره ګډ راتلونکی جوړ کړي
CGTN2024/05/07 09:37:57
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۶مې نېټې په ماسپښين د پلازمېنې پاريس په يليسي ماڼۍ کې له خپل فرانسوي سیال ايمانويل ماکرون سره کتلي او په خپلمنځي اړيکو سره غږيدلي دي.

دواړو مشرانو له کتنې وروسته ګډه خبري ناسته ترسره کړې او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي دي.

شي جين پينګ  يادې خبري ناستې ته ويلي، چې روان کال د نوي چين د جوړېډو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی. د چين په بڼې او د خلکو ژوند کې له ۷۵ کلنو زحمتونو وروسته ستر بدلونونه راغلي، خو د چينايانو سوله خوښوونکي او مهربانه صفتونه، پراخه او ټولشموله سينه او د عدالت تعقیب يې پر خپل ځای دي او په خبره یې،  د چين ۵۰۰۰ کلن تمدن ټينګ بنسټ لري او د چينايانو په ژورې روحيې کې ښکل شوی دی.

نوموړي ويلي، چين غواړي د فرانسې په شمول له نړيوالو سره يو ځای  د متقابل درناوي پر بنسټ د دوستۍ او همکارۍ اړيکې ژورې کړي او د ننګونو پر وړاندې ورسره مقابله وکړي او ګډ راتلونکی ورسره جوړ کړي.

ايمانويل ماکرون ويلي، د فرانسې او چين ترمنځ اړيکې ژورې تاريخې سرچېنې لري او دواړه هېوادونه پر متقابل درناوي باور لري او په وينا يې، همدغه اړيکې يې له دوه اړخيزو اړيکو پرته هم ګټور رول لوبولی شي او تر زياتې اندازې پورې د اروپا او چين ترمنځ راشه درشه او نړيوال ثبات هڅولی شي.

نوموړي له شي جين پينګ څخه د درېيمې لېدنې په پار مننه کړې او د نوموړي دغه لېدنه يې د نړيوالو حساسو حالاتو په درشل کې ډېره مهمه بللې ده.