د بو اوو اسيايي فورم د رياض غونډې منځپانګه په نوې کېدونکې انرژۍ ورټوله وه
CMG2024/05/07 11:18:35
شريکول:

د بو اوو د اسيا فورم د رياض غونډه د مې په شپږمې نېټې د سعودي عربستان په پلازمينې رياض کې ترسره شوه.

د سعودي انرژۍ وزير عبدالعزيز بن سلمان د غونډې پرانيستونکو مراسمو ته ويلي، چې هېواد يې د انرژۍ په برخه کې له چين سره اوږدمهالې همکارۍ او ډېرې لاسته راوړنې لري.

نوموړي چين د نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې د خپل هېواد مهم همکار بللی او په خبره یې، سعودي به له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او د نړۍ او انساني پرمختګ لپاره به خدمتونه وکړي.

په دغې يوې ورځنۍ غونډې کې د سعودي عربستان، چين او د نړۍ د نورو هېوادونو څه باندې ۱۸۰ سياستوالو، کارپوهانو، صنعتګرو او صنعتي مشرانو ګډون کړی و او د نوې کېدونکې انرژۍ او د انرژۍ د سپمولو او د کاربون دوه اکسايډ د کمولو په اړه یې بحثونه او نظرونه تبادله کړي دي.