شي جين پينګ د ايمانويل ماکرون د هرکلي مېلماستيا کې ګډون وکړ
CMG2024/05/07 10:46:20
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۶مې نېټې په ماښام د پلازمېنې يليسي ماڼۍ کې د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون د هرکلي په مېلماستيا کې ګډون وکړ.

شي جين پينګ له خپل فرانسوي سیال سره په خبرو کې چین او فرانسه ځانګړي دوستان ياد کړي او د دواړو هېوادونو اړیکې يې ځانګړې بللې دي او په وينا یې، خپلمنځي اړيکي يې د خپلواکۍ پر بنسټ په تفاهم او متقابل مسئولانه چلند مخ ته روانې دي.

نوموړي اوسنی نړیوال وضعیت ډېر سخت او د نړیوال اقتصاد احیا ستونزمنه بللې او په خبره یې، د اقلیمي بدلون په شمول نړیوالې ننګونې هم مخ په زیاتېدو دي.

شي جين پينګ له خپل فرانسوي سیال ایمانويل ماکرون سره موافقه کړې، چې د چین او فرانسې ترمنځ د لوړې سویې باور او همکارۍ به نورې هم ژورې کړي، د مهمو نړیوالو موضوعاتو په هکله به خپلمنځي همغږي او همکارۍ پياوړې کړي او نړۍ ته به هيلې او اميدونه ورکړي.