شي جين پينګ: راځئ چې موږ د خپلمنځي سياسي اړيکو د جوړېدو په پيل کې پر اصلي هدف ټينګار وکړو
CMG2024/05/07 02:23:50
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۶نېټې په ماښام د پاريس په ماريګني تياتر کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره په ګډه د چين او فرانسې د تصديو خاوندانو د کمېټې د شپږمې غونډې د پای په مراسمو کې ګډون او ويناوې وکړې.

شي جین پينګ زياته کړه، چې له دوو مياشتو وروسته به د پاريس اولمپيک لوبې پرانيستل شي. اولمپيک لوبې د يووالي او دوستي استازيتوب کوي او د تمدنونو د تبادلې نتيجه ده. راځئ چې موږ د خپلمنځي سياسي اړيکو د جوړېدو پر اصلي هدف ټينګار وکړو، عنعنوي دوستۍ ټينګې کړو، په ګډه د چين او فرانسې تر منځ د همکاريو نوې زمانه خلاصه کړو او د انسانانو د ګډ برخليک جوړولو نوې پاڼه وليکو.