شي جین پينګ د سربيا په رسنۍ کې يوه مقاله خپره کړه
CGTN2024/05/07 14:57:19
شريکول:

د چين دولت رئیس شي جین پينګ د مې په ۷ مې نېټې سربيا ته د رسمي سفر په درشل کې د دغه هېواد په سياست ورځپاڼې کې « د ټينګې دوستۍ رڼا د چين او سربيا ترمنځ د همکارۍ لار روښانه کوي» په عنوان يوه مقاله خپره کړې ده.

نوموړي په دغې مقالې کې ويلي:

((زما دا د چين ولسي جمهوريت د دولت رئيس په توګه دويم ځل دی، چې سربيا ته سفر کوم. د چين او سربيا دوستي د وخت په تېرېدو لاټينګه شوې او د هېوادونو او د خلکو ترمنځ د اړيکو یوه ښه نمونه یې جوړه کړې ده. زه غواړم د دغه سفر په ترڅ کې له سربيا سره خپلمنځي دوستي لاپراخه کړم، په رښتينو کړنو د دواړو هېوادونو خلکو ته زياتې ګټې ورسوم، نړيواله سوله او پرمختګ وهڅوم او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه په ګډه ورسره اباده کړم.))

نوموړي همدارنګه ليکلي، ناټو ۲۵ کاله وړاندې په يوګوسلاويا کې د چين پر سفارت بربنډه بمباري وکړه او په خبره يې، چينايان سوله خوښوونکي دي او په هيڅ صورت کې به پرېنږدي چې تاریخي تراژيدي بيا تکرار شي.

شي جين پينګ په دغې مقالې کې ويلي، چينايان غواړي له سربيايانو سره په ګډه پرمخ ولاړ شي، د خپلو هېوادونو د سمسورتيا نوې پاڼې پرانيزي او په نوې زمانې کې د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي.